

عبدالحمید مومند
عاشقي په منافقي شي په هنر
آیینه توره تبۍ شي په جوهر
عشق د عقل له تدبیره مستغني دي
سیند ته سیل محتاج نه دی د رهبر
هیڅ مې نه شي تسلي د زړه په وصل
د طوبی تر سیوري ناست یم مخ په نمر
لا مې زیات په ژړا سوز د سوي زړه شي
په دریاب کې اور را لګي مقرر
آه فریاد د محبت مشکله کاره
چې مې نه په سر، سر کېږي نه په زر
چې بالښت کاندي مړوند د هغه ښکلي
هومره سر لري له کومه زما سر
چې د ترکو د جمال په جرګه کېوځي
افلاطون زما د عقله کاندي چر
ولې ځان پرې ډبوې ورته ودرېږې
ښکلي مخ ته یو نظر کړه څه ګذر
څه د یار په مخ بڼه کړ عاشقۍ
د حمید د حیا قدر لکه غر