...

رابعه

دا د هیواد یوه سپېڅلې پښتنه لور ده، د دې په باب پټي خزانې یوازي دومره ویلي چې: «حال د دې شاعري ماته نه دئ معلوم سوی خو لږ څه چې ښکاري دا شاعره د قندهار وه او په دوران د محمدبابر پادشاه یې ژوند کاوه. هسې وایي، چې اشعار یې ډېر ول، دېوان یې درلود، دغه یوه رباعي ما ته صدیق او رفیق محمد طاهر جمریاڼي وویله چې زه یې دلته په خزانه کي رانقلوم». هغه رباعي دا ده: ادم یې مځکې و ته راستون کا په اور د غم یې سوی لړمون کا دوزخ یې روغ کا پر مخ د مځکې نوم یې د هغه دلته بېلتون کا