بي بي زرغونه
زرغونه کاکـړه د کـندهار د پنجوایي اوسیدونکې د ملا دین محمد کاکړ لور وه. د زیږیدنې کال يي ۷۸۴ هجری قمری ( ۱۴۶۹ م) اټکل شوی دی. دیني مروجه علوم او د نظم او اثر ادبی کتابونه يي له خپل پلار څخه و لوستل او بیا یې له علم او ادب سره د زیاتې مینې له امله د لوړو دیني او ادبي کتابونو مطالعې ته دوام ورکړ او د خطاطي هنر یې هم زده کړ د دین په احکامو او د علم، عرفان، فصا حت او بلاغت په مسایلو هم پوره وپوهیده. وروسته یې پلار سعدالله خان نورزی ته پّه نکاح کړه او د هغه میرمن شوه. لویه عالمه او فا ضله میرمن وه ډیر وخت به یې په ریا ضت او عبا دت، د کتا بونو په مطالعه او لیکلو تیراوه. په خپله سیمه کې د خپل علمیت او فضلیت له امله ډیره مشهوره وه. وایي چې نوموړې میرمنې په ۹۰۳ هجري قمري (۱۴۹۷ م ) کال د شیخ مصلح الدین سعدی مشهور کتاب یې (بوستان) دی چې په پښتو تر جمه کړی او د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک وایي چې زما پلار د نوموړي پښتو بوستان یوه نسخه چې زرغونی کاکړې په خپل ښکلي خط لیکلې وه په (۱۱۰۲) هجري قمري ( ۱۶۹۰ م ) کال لیدلې او لوستلې وه . دا یې د شعر یوه بېلګه: حکایت اورېدلې مې قصه ده چې تر شاتو هم خوږه ده د اختر په ورځ سهار بایزید چې و رویدار له حمامه را وتلی په کوڅه کي تېرېدلی ایرې خاورې چا له بامه را چپه کړلې ناپامه مخ او سر یې سو ککړ په ایرو په خاورو خړ بایزید په شکر کښو سو د خپل مخ په پاکېدو سو چې زه وړ یم د بل اور چې په اور کي سم نسکور له ایرو به څه بد وړمه یا به لږ شکوه کومه هو پوهانو ځان ایرې کړ له لوینې یې ځان پرې کړ څوک چې ځان ته ګوري تل خدای ته نه سي کړای کتل لویي تل په ګفتار نه ده لو خبره په کار نه ده تواضع به دې سر لوړ کا تکبر به دې تل ځوړ کا دا مېرمن برسېره پر دې چې هنرمنده، خطاطه وه، د پښتو ادب ښه با استعداده شاعره هم وه. د دې پورتنی شعر که څه هم د یوې کسې ژباړه ده، خو بیا هم زموږ د کلاسیک ادب د یادګارونو د یوې پاڼي په حیث د دې پوهي مېرمني شعري استعداد او د پښتو ژبي سره د دې خاصه مینه څرګندوي.