...

بي بي زینب

بي بي زینب د مېرمن نازو لمسۍ، د حاجي میرخان (میرویس نیکه) لور، د شاه حسین هوتک او شاه محمود هوتک خور ده، چې د زېږېدو نېټه یې په دقیق ډول نه ده معلومه؛ خو په (پټه خزانه) کې یې پېژندنه شوې ده. بي بي زینب له کوچینوالي څخه په خپل کور کې تر ښوونې او روزنې لاندې ونیول شوه او د وخت مروج علوم یې په خپل کهول کې د دربار د حرم سرای له ښځو او خپلې نیا (نازو آنا) څخه زده کړل، چې دا زده زیاتره د ژوند د لارو چارو ښوونه بلل کېدای شوه او بیا یې د قرآن کریم زده کړه وکړه او اسلامې احکام او دیني فقي کتابونه یې د خپلې کورنۍ او شاهي دربار له ملا (نور محمد غلجی) څخه ولوستل او ښه زده کړه یې ترلاسه کړه، چې ددې تر څنګ یې په عین حال کې د حرم نجونو او کوچنیانو ته د زده کړې په برخه کې د ښوونکي سپېڅلې دنده هم ترسره کوله. دا شاعره، ادیبه او عالمه مېرمن، چې د خپلې کورنۍ د علمي، ادبي او سیاسي پوهې او ذکاوت څخه پوره برخمنه وه، د نرمو احساساتو، پښتني روحیې او ملي ممیزاتو درلودونکې او د پوره تدبیر څښتنه وه. پښتو څېړنې (د مقالو ټولګه ۳۵۲) مخ کې راغلي چې: (( بي بي زینب د پښتني ادب ستوری او غیرتمنده ارتینه د میروس نیکه لور ده، چې په کوچنیوالي یې د علومو تدریس کړی دی، اسلامې احکام او د فقه کتابونه یې هم لوستي دي. بي بي زینب ډېره هوښیار او په حکومتي او اداري کارونو کې پوره وارده ښځه وه او په ټولو حکومتي کارونو کې یې خپل ورور شاه حسین ته مشورې ورکولې، چې د بي بي زینب ورور شاه محمود مړ شو؛ نو د ورور په مرګ ډېره خواشینې شوه او د تاثیر نه ډکه او غم انګیزه مرثیه یې لیکلې چې ډېر بیتونه لري. د پښتو ژبې او ادب پوهانو همدا راز ځینو تاریخ پوهانو د هوتکي دورې په باب ګڼ شمېر لیکنې کړې دي؛ خو دا چې د هېواد د ښځینه کهول په برخه کې د پام وړ خبره ده، هغه دا ده، چې مېرمن زینب د هوتکي کورنۍ د ښوونې او روزنې د ‌ډګر یوه هغه ډېوه ده، چې په پښتني برم سره یې د لومړنۍ ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده او دا د پښتني مېرمنو له پاره له ویاړ او برم ډکه خبره ده او دې مېرمنې ته باید د هېواد په ښوونیز او روزنیز ډګر کې د لومړۍ پښتنې ښوونکې مېرمنې لقب ورکړل شي. وايي چې: د شاه حسین په دربار کې به؛ ادیبان، شاعران او هنرمندان را ټول و، چې بي بي زینب به هم د هغه وخت د شاعرانو او ادیبانو سره هم ګډون کاوه، مېرمن زینب به تل د شاعرانو شعرونه اصلاح کول، د پخوانیو شاعرانو دېوانونه به یې لوستل او په خپله به یې هم خواږه خواږه شعرونه ویل، که څه هم په خواشینۍ سره باید ووایو؛ د مېرمن زینب له منظومو او ادبي لیکنو څخه موږ ته یوازې یوه ویرنه راپاتې ده، چې د خپل ورور شاه محمود په مرګ یې ویلې وه او په پټه خزانه کې ثبت او را نقل شوې ده. د مېرمن زینب همدا ویرنه په پښتو ادب کې د ځانګړي اهمیت او ادبي قوت له مخې د هېواد په تېر سیاسي او ادبي بهیر کې د یوه شهکار حیثیت لرلی شي، چې هم سیاسي اړخ لري، هم هنري ادبي اړخ او هم د نوموړې مېرمن د ذهني ځواک او شعري پیاوړتیا اندازه را څرګندوي. دا ویرنه مېرمن زینب هغه وخت ویلې چې ورور یې ( شاه محمود هوتک) په ۱۱۳۷ سپوږمیز کال د شعبان پر دولسمه په اصفهان کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د مرګ خبر یې کندهار ته راغی. د مېرمن زینب ویرنه د لوړ ادبي ارزښت لرونکې او د هنر په ګاڼه سمبال ده، چې د خیال او فکر، عاطفي تړون یې د مرثیه لیکنې ټول اصول له ځان سره لري او پر سلاست او رواني سربېره د هېوادپالنې، ملي روحیې او پښتني احساس سمبول هم ګڼل کېدای شي، چې ددې مېرمنې د ویرنې همدا عناصر او سمبولونه موږ ته نه یوازې د هغې د ورور شاه محمود هوتکي د مرګ ویر را یادوي؛ بلکې په ویرنه کې ځینې داسې یادونې او شارې شوې دي، چې هغه په سیاسي لحاظ د هېواد په اداري چوکاټ همدا شان په سیاسي ذکاوت کې هر وخت د کار او پاملرنې وړ دي. هغه زړورتیا او احساس چې د بي بي زینب په دې ویرنه کې وړاندې شوی دی، د هېواد د باتورو ښځو او پېغلو له مدبرانه ځواکمنتیا او د ژوند د بېلابېلو اړخونو د ښوونې او روزنې غړیتوب کوي. دغه ویرنه چې د پښتو د ولسي شعر د ساده چاربیتې شکلي جوړښت لري په پښتو ادب کې لومړنۍ ویرنه ده، چې د ښځینه شاعرې له خوا ویل شوې ده. ویرنه ږغ سو چې ورور تير له دنيا سو نا کندهار واړه په ژړا سونا زړه مې په وېر کې مبتلا سونا چې شاه محمود له ما جلا سونا *** دا روڼ جهان راته تور تم دى نا زړه د بيلتون په تيغ کړم دى نا هوتک غمجن دي په دې ماتم دينا د پاچهۍ تاج مو برهم دى نا چې شاه محمود تېرله دنيا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** ځوان و ، ميړه د تورې جنګ ونا ولاړ د قام په نام او ننګ ونا دښمن له ده په وينو رنګ ونا پر ميدان شير و پلنګ و نا افسوس چې مرګ دې په خوا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** محموده! نه یوازې خور ژاړي پر مرګ دې ټوله کلی کور ژاړي خپلوان لا څه، پاچا دې ورور ژاړي لښکر سپاه دې پلي سپور ژاړي پښتون دې ټول په واویلا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** اصفهان پاتې تاج نسکور عالمه چې شا محمود سو نن په ګور عالمه د پښتون لمر سو تياره تور عالمه راته دښمن به کړي پيغور عالمه چې پاچا ولاړ پښتون ګدا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** لښکر سو خپور پښتون ولاړ دی اریان په خاورو ځای کا شاه محمود عالیشان پاتې سو تخت و تاج د ټول اصفهان زړه یې را سوړ سو، کا خوښي دښمنان وايي پښتون اوس بې پاچا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** اسمانه بيا دې څه ستم کا څرګند وشلاوه تا چې د پښتون و پيوند دښمن دې بياز موږ په وير کا خورسند چې شاه محمود دې کا په قبر کې بند په کور مو ويرشور وغوغا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** هوتکو! ژاړئ محمود شاه څه سونا؟ پښتنو! ستاسې لوی سپاه څه سونا؟ له اصفهانه تر فراه څه سونا پاچا چې و حشمت پناه څه سونا؟ د پښتون پرتم فنا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** محموده ځوان وې ولې ولاړې له ما له تخت و تاج هر څه سوې جلا اصفهان ولې پاتې سونا له تا سر دې راپورته کړه چې څه کړي اعدا؟ دښمن ولاړ بیا شاوخوا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** اورم نارې د غم چې کړینه فریاد پښتون په مرګ د شاه محمود سو برباد زړونه چې تل به و ښادمن سوه ناښاد د ساندو ږغ دی چې راوړینه یې باد ماتم زده پير و برنا سونا کندهار واړه په ژړا سونا *** وروره مقر دې ستا مولا کا جنت در دي کا تاته پس له مرګه راحت روح دې شه ښاد په لويه ورځ د قيامت مخ د وه روڼ د خداي په مهر و محبت د خالق رحم تل پر تا سونا کندهار واړه په ژړا سونا