...

بي بي نېکبخته

دغه میرمن له آره دپښتونخوا د اشنغر اوسیدونکې مموزۍ پښتنه وه او د ۹۶۰ هجري کال په شااوخوا کې یې ژوند کاوه. د بي بي نیکبختې پلرونه او نیکونه روحاني خلک او د ممنزیو پښتنو مرشدان ګڼل کیدل چې هغوی ورته ډیر درناوی درلود. د بي بي نیکبختې پلار شیخ الله داد مموزی نومید چې د خپل عصر یو روحاني شخصیت ګڼل کیده .شیخ امام الدین پخپل کتاب (اولیای افغان) کې د بي بي نیکبختې په اړوند داسې لیکلي دي: بي بي نیکبخته یوه عارفه او زاهده میرمن وه، دیني علوم یې لوستلي وو او خپل ټول عمر یې په ریا ضت او عبادت کې تیر کړاو دیوې بلې غرفانی کورنۍ یوه تن ته چې شیخ قدم نومید او د محمد زاهد متي زي زوی و او د شیخ متی د احفادو (اولادې) نه و، په نکاح شوه چې د دې له بطن نه په ۹۵۶ لیږدیز کال کې میا قاسم افغان وزیږید چې د پښتنو د عرفاني شخصیتونو نه و. د بی بی نیکبختې په منظوم کتاب (ارشادالفقراء) کې د شعر په ژبه پښتو اخلاقي نصیحتونه او وعظونه شته .د بي بی نیکبختې په نامه په کابل کې یو ښونځی هم جوړشوی دی. دا هم د بی بي نیکبختې د پند او نصیحت نه ډک درې شعرونه: مثنوي په زړه ښاد شې اې مومنه په ظاهر په باطن سپینه ظاهر زهد په اخلاص کړه په زړه ټینګ شه له یقینه شکر صبر په هر حال کړه خودنمای مه شه خودبینه شپه و ورځ به په ژړا یې که خبر شې له سجینه سجین ځای د خودنمایه د بې نمازو او بې دینه له هغه ځا امان راکې یا الله العالمینه غزل د خدای حق ته غاړه کیږده نورې نورې وینا پرېږده دنیا پاتې له هر چا ده په اخلاص کې ځینې لېږده څو قوت لرې په ځان کې سر دیار په رضا کېږده ځان له بده خویه ژغوره زړه په ذکر دیار بلېږده کل دنیا به دې دښنه شي اوس له ویرې ځینې رېږده ټوله غواړي حسابونه که دې اوښې، که دې مېږ ده دنیا ترک وهه که پوه یې د بقا پر لوري پښې ږده غزل په طلب یې ودرېږه په خدمت یې هوسېږه له جمله بدو نفرت کړه و نیکي ته ولاړېږه په نیکي کې یې اخلاص کړه بدي مه کړه وپوهېږه پر ګناه له دواړو سترګو د باران په دود ورېږه چې یا رب العالمینه له ګناهه راتېرېږه خدای به رحم په تا وکا په زاریو ته ژړېږه بي پروا و خدای ته مه شه له غضبه ووېرېږه هرغه فعل چې یې حق دی په طلب یې وښورېږه