...

حلیمه خټکه

بي بي حليمه د ستر اديب او لوی قهرمان خوشحال خان خټک لور او د عبدالقادر سکه خور وه ، دغه پوهه شاعره يوه عارفه او عالمه ښځه وه او د خپل وخت له ډېرو مروجه علومو سره يې اشنايي درلوده ، حليمه يوه اديبه پښتنه وه ، د پښتو ښه اشعار به يې ويل. بي بي حليمې د خوشحال خان د کورنۍ د ښځو او نجونو د تدريس دنده هم په غاړه درلوده اود هغوی په ښوونه او روزنه کې به يې زيار ويسته. محمدهوتک وايې زما پلار هسي روایت کا: چې زه (بنو) ته ولاړم چې په هغه وخت کې دا پښتنه ژوندۍ وه او د خپل پلار په ژوند يې مروج علوم لوستلي و. بیا د شیخ سعدي لاهوري رحمةﷲ علیه مریده سوه او د خپل ورور عبدالقادرخان په لاس يې بیعت وکړي، چې هغه هم د شیخ دوران خلیفه و. روایت کړي: حلیمه بي بي فاضله او عارفه ښځه ده او په سرا پرده د عصمت ناسته ده. مېړه یې نه دئ کړی او د خالق عبادت کړي او د خپل ورور عبدالقادرخان په کور کې نورو ښځو ته لوستل کړي او قرآن عظیم یې هم په یاد دی. هوتک وايي: زما پلار وویل: چې حلیمه بي بي په پښتو ښه اشعار هم وايي او په خپل عصر سر آمد قران ده او موزونان د پښتو یې اشعار خوښوي. د تصوف او طریقت کتابونه یې ټول لوستلي دي او هسي وايي: چې مشکلات د مثنوي، د تصوفي کتابونو او د حضرت امام رباني د مکتوباتو تدریس او تحلیل یې هم کاوه. د حلیمې په اشعارو کې مجازي عشق نه ښکاري، بلکي ټول شعرونه يې د حقیقت پر لار دي او د محبوب حقیقي صفت کا. هوتک وايي دغه یوه غزل یې زما پلارما ته ووایه، چې په پټه خزانه کې یې داخلوم: غزل دا شنا په فکر خوښه هسې شان شوم نه پوهېږم چې ممتاز که نور جهان شوم چې يې کړمه ستا په مينه سرفرازه ثنا خوانه په څورنګه د رحمان شوم چې مجاز مې د اياز ولاړ له زړه نـه سربلنده تر محمد غوندې سلطان شوم و هــر چا وته چې ګورم واړه دی دی د جما له ننداره يې شادمان شــوم غير فکر مې له زړه رابهر شو پر خليل و پرعدو باندې يکسان شـوم حليمې د غماز مکر زيات له حد شو چې دې بېل له ياره نه کا په ګمان شوم