سیدال خان ناصر
سیدال خان ناصر د ابدال خان زوی او د باړي زي ناصر دی. پلار یې په ډيله کې اوسېده، چې د وازیخوا په سر یو ځای دی. هغه مهال چې سلطان ملخي توخي استقلال وموند او له غزني تر جلدکه یې حکومت کاوه، نو باړي زي له ابدال خان سره راغلل او په اتغر کې یې سکونت پیل کړ. ابدال خان د عادل خان توخي سره چې هغه مهال د کندهار بیګلربیګي و، د صفوي پاچا پرخلاف سخت جنګونه وکړل او هغه یې پرېنښود چې په کلات حکومت وکړي. سیدال خان چې د ننګیالي پلار زوی و، په سخاوت او شجاعت کې د هغه سیوری و. هغه مهال چې حاجي میرخان (میرویس نیکه) په کندهار کې ګرګین ووازه نو سیدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپه سالار و. صفویان چې د خپل غچ لپاره راغلل، سیدال خان ناصر په خپله سپه سالاري کې څو ځله مات کړل او بې شمېره یې ووژل، چې له امله یې د شجاعت او دلاوري کیسې تر لرې لرې ورسېدې. د میرویس نیکه له وفات وروسته نوموړی د شاه محمود سپه سالار شو او پر اصفهان یې برید وکړ، تر دې چې فتح یې کړ. د شاه محمود تر مرگ وروسته له شاه اشرف سره د پارس ، عثماني او روسيې په ټولو جگړو كې ملگرى او غښتلى سپاه سالار و او په هر جنگ كې سوبه او برى دده په برخه و. همدارانگه وروسته له نادر شاه سره په مدافعوي جگړو كې اخته او همدا سيدال و، چې د پښتنو د شاهنشاهۍ څخه يې سخته دفاع كوله ، څو دا دفاع يې تر كندهاره راورسېده او په كندهار كې هم تر وروستني طاقت پورې د شاه حسين سره يو ځاى د نادر په مقابل كې وجنگېد او د سيدال قوى روح تر پايه پورې نادر ته سر ټيټ نه كړ او څو چې يې كولى شو، د پښتنو د حق څخه يې دفاع وكړه . د ۱۱۴۹ هـ كال د ذيقعدې په مياشت ، چې د نادر افشار اردو كندهار محاصره كړ ، دا تاريخي محاصره ، چې په خورا شهامت سره يې دفاع كېدله ، د پياوړي زړور جنرال سيدال خان په همت او مېړانه تر يوه كال او څو مياشتو پورې وځنډېده او دې زړور قوماندان تر اخر گړيه پورې په ډېر استقامت او شهامت او دلاورۍ او پښتني غيرت دفاع وكړه او څنگه چې نادر خپله څه قوا د كلات خواته واستوله ، نو سيدال خان د څلورو زرو كسانو سره هلته ولاړ او د كلات پر كلا يې د نادر د جگړنو سره پر سپين ډاگ سختې مقابلې وكړې ، څو چې په اخر كې د اعليحضرت شاه حسين د زوى محمد نامې سره د كلات د كلا د باندې په جگړه كې د نادر د لښكرو په لاس ورغى او نادر ، چې خپل دا زړور رقيب لاس ته راووست ، دستي يې امر وكړ ، چې د دې زمري پښتنون سپه سالار سترگې ړندې كړي او د ده د سقوط سره د هوتكو شهنشاهي سقوط وكړ . وايي: كوم وخت چې د پښتنو ملي پهلوان سيدال خان ناصر د وطن خواهۍ په لاره كې سترگې بايللې ، نو د خپلو خپلوانو او كورنۍ سره د كندهار څخه وكوچېد او د كابل د كوهدامن شكردرې ته راغى او دلته له دنيا ولاړ . د دې مېړه پښتون جنرال مزار د شكردرې د سياه سنگ په مقبره كې دى او د ده څخه يو زوى د شېر محمد په نامه پاتې شو، چې تر اوسه هم د دې كورنۍ محترم احفاد او اولادونه هلته او په كابل كې اوسي . سیدال خان مروج علوم لکه: فقه، تفسیر، فصاحت، صرف، نحو او فارسي کتابونه لوستلي و او د شعر ښه عشقي ذوق یې درلود. لاندې بدله یې پټې خزانې نقل کړې ده: بدله يار ما له هسې گران سو راتېر تر ټول جهان سو نور نه وينم په سترگو جهان ټول راته جانان سو *** دوې زلفې دې اوږدې كړې پر مخ دې راخپرې كړې سرې اشرپۍ دې په تندې باندې سپرې كړې گرزې په باغ كې په گلونو كې نخرې كړې په اور دې وسوم ياره راته اور تازه بوستان سو *** مين چې اشنايي كا شپه ورځ به گرياني كا شهۍ ده ستمگاره خوشحال زړونه به زخمې كا ليندۍ لري د ورځيو د باڼو غشي كاري كا پرهار مې گوره خلقه د دلبر د تېر نښان سو *** مين پر لويو غرو ځي سرتور په نيمو شپو ځي ووزي له وطنه ، وطن پرېږدې پر چولو ځي فرياد ونارې وكا، په نارو په غلبلو ځي وصال يې نصيب نه سو گوره زړه ډك په ارمان سو *** نارې وهم عالمه! د شپې تر صبحدمه ناتوانه د بېلتون يم يو گړى نه لرم دمه بې تا مې نفس خېژي راځه زما د زړه همدمه نظر پر ماغريب كړه چې تاخون مې ستا په ځان سو *** شبنم پر گلو ښكاري زما اوښكې دارې دارې خوناب ځي ستا له غمه زما په مخكې لارې لارې تمامه شپه كم تېره په ژړا په نارې نارې ښكاره سوه چې مجنون يم لېونتوب مې اوس عيان سو *** بوستان ښكلى زیبا دى رنگين په اوښكو زما دى د زړه پرهار گلگون دى چې بلبل په تماشا دى په مينه مې زړه وچاودي ته وايي په خندا دى نتلى د بېلتون يم زه «سيدال» دا مې بيان سو