عبداللطیف اڅکزی
په اصل کې د بوستان و خو کندهار ته لاړ او په ماشور کې مېشت شو. پلار یې غلام محمد نومېده. له کوچنیوالي یې په علم شروع وکړه او د قران کریم حفظ یې وکړ. دا چې په طبع لطیف و، نو خواږه اشعار یې هم ویل. د شعر ډېره برخه یې کیسې او حکایتونه منظومول و، چې خلکو به ترې پند اخیسته. د پټې خزانې لیکوال ویلي چې: د اشنایانو مجلس په ده ښکلی وي، کله ناکله یې له نیږدې وینم او اشعار ترې اورم. اوسمهال یې عمر ۴۰ کاله دی، خو لا هم د ځوانۍ مسرت کوي. لاندې منظومه کیسه یې پټې خزانې نقل کړې ده: د سوی او اوښ کیسه غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی کیسه سوه خورا ډېره خوږه سوه *** یو سوی د اوښ اشنا سو بې حده یې همرا سو یاري به یې کوله، یو له بل یې یارانه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** اوښ وویل چې سویه! اې زما یاره نېکخویه بې تا مې ښادي نسته شبه او ورځ مې په تا ښه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** ټول عمر یې صحبت کا د سوې سرې الفت کا شېبه یې بېلتون نه کا یو له بل یې مرکه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** سوی و د اوښ په کور کې ژوندون یې په سرور کې کیسه به یې شروع کړه هر سهار څو به غرمه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** سوی تل مېلمه د اوښ و دوستي کې ډېر په هوښ و خپلوي سوه هسې ټینګه چې به پرې نه په برمه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** اوښ هم عزت د سوی کا ساتنې د ابروی کا د یار د زړه دپاره به مقبوله نه پلمه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** یو ورځ سوی مېلمستیا کړه د اوښ د پارې دا کړه خپلوان یې راخبر کړله د سوی ټوله مېلمه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** اوښ راغی د سوی کور ته یو غار یې ولید پورته دا تنګ په هسې شان و چې نه ځای یوه ګونډه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** راوړي یې خواړه وه یو څه وه لږ واښه وه دا ټوله چې یې راوړله د اوښ یوه ګوله سوه خورا خوږه کیسه سوه *** اوښ وږی ولاړی کور ته ختلای نسو پورته سویانو یې ځای نه درلودی ټوله شرمنده سوه خورا خوږه کیسه سوه *** سویانو جمعیت کا ها سوی یې ملامت کا ول ستا د اوښ څه دي چې دوستي سره توده سوه خورا خوږه کیسه سوه *** چې سوی اشنا د اوښ سي باید چې لږ په هوښ سي د اوښ دپاره ښایي چې پیدا یو مامته سوه خورا خوږه کیسه سوه *** هر څوک چې یارانې کا چې پیل کا پیلخاني کا هر چا له مناسبه اشنايي او طریقه سوه خورا خوږه کیسه سوه *** چې څوک مناسب کار کا عبرت له دې ګفتار کا له خپل ټغره سمه د هر چا پښه را اوږده سوه خورا خوږه کیسه سوه