...

نصیر الدین خان اندړ

نصیرالدین خان د محمدزمان خان زوی دی چې د شاه حسین هوتک په زمانه کې له غزني راغی او په کندهار کې مېشت شو. د پاچا ملازم شو، ځکه تر هغه پورې یې د شجاعت او بهادري کیسې رسېدلې وې. ډېر ژر په دربار کې له عزتمندو څخه وګرځېده. ده ښه اشعار ویل او یو دېوان یې هم درلود. د نصیر الدین خان تخلص نصر و چې دا تخلص پرې ښه تطبیقېده ځکه په رزم او بزم کې د نصر خاوند و او د یارانو او موزونانو په منځ کې مقبول و. بدله د خوار عاشق ژړا مدام وي دا څه کار دي نا که وي په پټه خوله، همدغه یې ګفتار دي نا د خوار عاشق مدعا دا ده که ژړا کي نا: چې ورښکاره خپله زېبا مخ دلربا کي نا په خپل وصال که یې خوشحاله محبوبا کي نا بل څه نه غواړي هم د دغه امیدوار دي نا *** د دې مینو په زړه خدای بل کړه اورونه دي چې ورته پېښې دي خوارۍ ده ډېر غمونه دي نور به ارام په درسته شپه کاندي خوبونه دي پر مینانو هره شپه د غم ناتار دي نا *** د عاشقانو زړه یې مات کا نه رغیږي نا هو پر ښيښه باندې پترې کله جوړیږي نا چې د وصال په امید هر عاشق اوسیږي نا که یې دا نه وي عهاشق هر ساعت بیمار دي نا *** د مینانو وصال عین لوی اختر دي نا یو خو خوار نصر له خپل بخته مرور دي نا د بېلتون اور دی چې په سوي درست ځیګر دي نا هیڅ نه جوړیږي د بېلتون کاري پرهار دي نا