ملا محمد ایاز نیازی
د دنیا تارک دی، په زهر او ورکې ریاضت کا، په طریقت کې مرید دی. د میان عبدالحکیم قدس سره العزیز که څه هم په اصل د کندهار د ښار ساکن دی، مګر په میاشتو له کوره ورک وي او سیاحت کا. نقل کا چې: ملا محمد ایاز په شپو شپو ویښ وي او پر دښتو او غرو ګرځي. که د خپل پیر دستګیر پر مخ راسي، ژړا کا او هسې وینا کا: چې تاب د مظاهرو د جمال او کمال نلرم ځکه نو تښتم. ملا محمد ایاز ښه اواز لري او کله کله چې خپل اشعار په غنا سره لولي خلک ژړوي. د اشعارو دېوان یې ډېر متین دی، عارفانه نکات پکې دي. روایت کا چې ملا محمد ایاز اکثره په غرو کې ګرځي او د غرو وحشي او خونخوار حیوانات ده ته ضرر نه رسوی. ملا عبدالحلیم چې د ده شاګر دی. وايي: څو میاشتې مې استاذ کور ته رانغی او زه د ده په تلاش کې په غرو ګرځېدم. یو خای مې ولیدل چې شرمښان خپلو کې سره خولې اچوي، زه یو خوا ته پت شوم. چې شرمښان لاړل، ګورم چې هلته ملا محمد ایاز په درانه خوب ویده دی او وحشي حیواناتو هیڅ ضرر ورسولی نه دی. ما چې له خوبه ویښ کړ او واقعه مې ورته بیان کړه، ده وویل: هغه زړه چې د خدای په محبت وي، د حیواناتو په غاښو نه ورانیږي، د حقیقي انسانیت مرتبه دومره هسکه ده چې د حیوانیت لاس هلته نه رسي. لکه نفس اماره چې د نفس مطمئنه څخه تښتي او فاني کیږي، همدغسې حیوانیت په دریاب کې لاهو مخلوقات د انسانیت سره په جګړه نسي کړای او له پرتمه یې تښتي. ملا محمد ایاز د شعر غونډ دېوان لري او ډېر ښه عارفانه اشعار یې پکې جمع کړي دي، چې زه یې یو څو رباعي په بیان د عارفانه نکاتو رانقلوم: رباعي زړه هغه دی چې لري د عرفان برخه دغه ښه ده پر دنیا د انسان برخه هغه زړه چې نه یې مهر نه عرفان وي وړي په ژوند کې د ناڅيزه حیوان برخه *** محبت د اب و خاک دی بې بنیاد راسه څه کړې د دنیا خونه اباد که دې زړه سپین وي د خدای له محبته پر صحرا به یې بې کوره اوره ښاد *** زړونه خوښ کړه دا نیکي ده د رشتیا مه کړه چا باندې تېرنه په جفا د خدای کور مه ورانوه په ستمو د خدای کور وګڼه زړه چې وي صفا *** چې د ځان په غم اخته وي عاشق نه دی هغه څوک د خدای د مینې لایق نه دی یا به ځان یا به جانان کا پر ستنه څوک چې ځان یې نه کا هېر، خو صادق نه دی