...

ملا محمد حافظ بارکزی

دا عالم د محمد اکبر بارکزي زوی دی، چې د کندهار په ښکته خوا کې اوسیږي. مروج علوم یې لوستي دي. فقه کې استاذ دی او په جامعګانو کې د جمعې په ورځ وعظ کوي، ځکه په واعظ مشهور سوی دی. کله کله په خطبه کې خپل اشعار هم وایي، چې ټول نصیحت دی. یو کتاب یې کښلی چې نوم یې (تحفه واعظ) دی. په دې کتاب کې د تقوا او زهد وعظونه دي. ملا حافظ تل امر په معروف او نهي منکر کړی دی. نوموړی په رښتیا ویلو مشهور دی، ان د پاچا او لویانو په مخ کې هم د خدای امر ښکاره وایي او د چا پرواه نه کوي. بدله وعظیه کم بخته مه کړه پر دنیا ډونګونه که دې زړه غواړي د جنت ګلونه *** کم بخته! موږ یو مېلمانه پر دنیا وطن مو بل دی اخر ځو په رښتیا هم به ښه بد سي رامعلوم په عقبا نو له سره اور کئ په امان ځانونه *** کم بخته! مه کوه حرام چې بد دی چې کړي حرام هغه باطن کې دد دی اعمال یې ټوله په عقبا کې رد دی په لویه ورځ به یې وي تور مخونه *** کم بخته! مه کوه حرض، قرار سه ثنا د رب کوه صبور په کار سه توښه د دین وړه په دې کاروبار سه چې بې توښې نسي پیدا سودونه *** کم بخته! مه ځه د حرام پر لوري خدای به و تا ته په غضب وګوري که دې زړه غواړي ښایسته ښې حورې بې ځایه مه ږده بې پروا پلونه