...

محمدطاهر جمریاڼی

د محمدعلي جمریاڼي زوی دی، په کندهار کې دوکانداري کوي. د شکاپور سوداګري لري او هلته ځي. خوش طبع ځوان دی، طبع یې هزل ته مایله ده او کله کله ښه اشعار هم وایي. په کلو کلو په مستنګ کې له پلار سره اوسیدلی او هلته یې له اکملو علماؤ څخه دیني زده کړې ترسره کړې. دکان یې د فاضلو عالمانو مجلس ګاه وي. له یارانو سره خوش طبعي او ظرافت کوي. محمد هوتک وايي: طاهر جمریاڼی له ما سره اشنايي لري، یوه ورځ یې ملګری (محمدعمر خان) چې په قوم لوڼ دی، خوش طبعي ورسره وکړه. ویې ویل: لس کاله د محمدطاهر سره په مجلس او وینا یم، خو د مجلس هیڅ اثر یې نه لیدل کیږي. په سبیل د هزل یې دا قطعه په مجلس کې وویله: قطعه وایي دا چې صحبت کاندي یو له بله ډېر اثر په کلو دې مصاحب سوم ستا صحبت نکړمه خر محمدطاهر چې ظرافت پسنده طبع لري او ښه نکات ادا کوي، په جواب کې یې دا قطعه انشا کړه: صحبت ډېر اثر کا ګوره منکر نسې د اثر ته دمخه هغه شی وې اوس انسان سولې بشر محمدعمر خان په ظرافت له محمد طاهره پوښتنه وکړه، چې ستا نوم طاهر دی خو مطهر نه دی. محمد عمر دا بیت ووایه: زه و ځان و ته طاهر یم خو و تا ته مطهر