ملا محمدعادل بړېڅ
دا ملا صاحب په قوم بړېڅ، عالم او متورع سړی دی، خلکو ته لارښوونه کوي، په شوراوک کې اوسیږي او طالبانو ته درس ورکوي. پلار یې ملا محمدفاضل هم ښه ملا و چې (روضه ربانی) کتاب یې کښلی و. ملا محمدعادل هم یو کتاب نظم کړی دی چې (محاسن الصلوة) یې نوم دی، د لمانځه مسایل، ثوابونه او د تارکینو عذابونه یې پکې کښلي دی. دا یو څو بیتونه له هغه کتابه دلته رانقلوم چې یادګار وي: غزل هغه خلق عاصیان دي چې په فرض کې کهالان دي چې فرض نه کاندي له قصده دوی بې شکه کافران دي چې وای کړم یې زده یې نه وي که طعام خوري حیوانان دي علم فرض پر هر سړي دی چې فرض نه کا څه کسان دي چې په قصد یو لمونځ قضا کا په دوزخ کې فاسقان دي خدا په تا زه امان غواړم له هغو چې فاخران دي له هغو سره مې ګډ کا چې خاصه ایمانداران دي