...

ریدي خان مهمند

ریدي خان د غیاث خان زوی او د مسعودخان مهمند لمسی دی. د کلي نوم یې مهمند دی. غیاث خان د حاجي میرخان علیین مکان همراز او ملګری و او ریدي خان اوس تکړه سړی او د اشنایانو همباز او دمساز شاعر دی. د پاچا (شاه حسین هوتک) په مخ کې عزت لري او د شوکت او مکنت خاوند دی. پر اشنایانو مهربان دی او د کاتب الحروف مجلسي دی، اشعار یې خواږه دي او د بلاغت علوم یې لوستي دي، په فقه، تفسیر، صرف او نحو کې پوره پوهه لري او د طالبانو مشکلات پکې حلوي. ریدي خان په ۱۱۳۶ هجري سنه کې اصفهان ته لاړ او هلته یې د شاه محمود سره صحبتونه وکړل. بیا کندهار ته راغی او د حاجي میرخان او شاه محمود هوتک د جنګونو په حال یې یو کتاب (محمودنامه) ولیکله، چې څلور زره بیتونه لري. کله یې چې د پاچا ظل الله په مخ کې ولوست، زر طلاوې صله یې وموندله، خو ده ټوله په یارانو او اشنایانو قربان کړه. ریدي خان په خپل دېوان کې غزل، مثنوي او رباعي لري، چې اکثره پښتانه یې په مجلسونو کې لولي. د ګرګین خان ګرجي د وژلو قصه او د اصفهان د فتوحاتو نقلونه پکې شته. د پټې خزانې لیکوال (محمد هوتک) وايي: ما له ریدي خانه د محمودنامې ډېره برخه وغوښتله چې ثبت یې کړم، هغه هم یو باب راکړ، چې د ګرګین خان د وژلو قصه ده: اوس به نو تا ته حکایت کړم د ښو خوږ روایت د ګرګین خان د وژلو چې میرخان تللی اصفهان ته ونه مخ یې مکې د پاک سبحان ته ونه پاچا تې عرض کړ ټول اقوال د پښتون د ګرګین ظلم بد احوال د پښتون پاچا ویل: زه نسوای کولای چاره د ګرګین خان ظلم و ستم دپاره که یې معزول کړم کندهار نه پرېږدي جور و ستم او خپل شعار نه پرېږدي ګرګین خو ګرګ دی ګرګ خو ظلم کوي وینې تووینه هم پسونه څیري زه هم خایف یم، چې به څه کړم ګرګین نا مسلمان دی ارمنی دی بیدین نه په اسلام کې ځان پابند ګڼينه نه نصراني نه له عیسی بیرینه بېرېږم زه چې خدای کړي قهر ښکاره د سلطنت په رڼا کورسي تیاره میرخان ویل: اې حسین پاچا وګوره حال د حاکم او رعایا وګوره! ګرګ دې ایله کړ پر رمه سو شبان جور و ستم کاندي بې حد ګرګین خان موږ له طاقت نسته چې کړو به زیاتی صبر پر ظلم د ظالم ارمنی دا څلورم وار دی راځم سلطانه عرض د ظالم له لاسه کړم سلطانه که پاچا نکړي داد خواهي د مظلوم ظالم حاکم کا، ظلم ډېر په محکوم جور چې ډېر سي سلطنت سي برباد د ظلم قصر پپنا بې بنیاد کافر کولای سلطنت سي مدام که وکړي داد نه وي جابر پرانام مګر ظالم خو نسي کړای سلطنت خالق رحیم دی، ورکوي خلافت چا ته؟ چې زړه یې وي په مهر ودان د خدای عیال ګڼي پر مځکه انسان سلطانه واوره په ښي غوږ دا وینا مه کړه ستم د خلق الله په هر چا د ستمګارو پای ورانی دی، خراب د ظلم اور یې کا په خپله تراب د مظلبوم اه داسې کاری وي ګوره چې اور یې نه ځي د ظالم له کوره لمبې به بلې کا د ظلم په کور ټوله به کاندي بېنوا په دې اور ښايي ظالم چې رحم وکا په ځان په ظلم خوار نکړي خپل ځان او جهان سلطانه! ګوره پر ځان رحم وکړه خپل کلی کور په جور مه ورانوه پاچا ته هسې وینا وکړه میرخان خو غوږ یې نه و، اورېدو له په ځان ګرګین یې پرېښو کندهار کې ظالم نه یې کړ دفع لاس د ده له عالم ګرګ یې شپانه کا چې کړي خوار رعیت د ګرګ په څېر، څېرې په ظلم و وحشت میرخان خوابدی ولاړ حجاز له چې کړي رسول د خدای ته په زارۍ دادخواهي ولاړئ د شپې یې په یثرب کا فریاد رسول د خدای ته چې سو قوم برباد ستا پر امت راغی د ظلم دوران واوره! رسوله د دې قوم فغان پښتون خو ستا پر نامه ځان کړي فدا اې خیرالناسه! واوره ته یې ندا وژغوره دوی، ته د ظالم له لاسه ګرګین له منځه د پښتون وباسه ستا په نامه دی کلمه ګویه پښتون نه به سي هیڅکله له تا نه راستون مرګ و ژوندون مو د اسلام دپاره ستا د دربار ستا د سلام دپاره مه مو کړه هېر خیرالوری رسوله فخر کونین نورالهدی رسوله اوښکې مې څاڅي پر دربار یم ولاړ قوم سو په اور د ظلم ټوله لتاړ یو ورا نظر وکړه پر موږ چې سو، وړ و ظالمانو ته تر څو به یو پړ ستا لطف و مهر دی شامل پر جهان هر خارب زړه دی ستا په مهر ودان که ستا نظر نه وي خراب سو بښتون په اور د ظلم تور کباب سو پشتون راغلم له لیرې ستا دربار ته نبي ته مې شفیع سه خدای غفار ته نبي چې پر پښتون قوم ناز کا رحمت کړې یې خودني ناموس په خپل مرحمت لاس د ظالم یې له ګرېوانه کا لنډ وچ سي د ظلم د ګندوخیرو ډنډ ستا شریعت سي ټینګ په منځ د پښتون ورک سي بیداد او کم سي رنځ د پښتون دا مې دی سوال ولاړ و درته یمه محتاج دې تش و لږ نظر ته یمه د قوم حال کړم درته عرض په ادب ته یې بادار د کل عجم او عرب بې له تا نه لري پښتون خواله ګر ته یې ملهم د خوږو زړو د پرهر وژغوره زموږ نام و ناموس له بیداد کړو بې ناموسو ظالمانو برباد سر که راپورته زموږ حال وګوره د ظالم ظلم بد احوال وګوره نه یې له تا شرم و حیا سته نبي نه شرم کاندي له عیسی، ارمني عرض مې د حال وکا و تا ته پېشوا بل څوک مو نسته خواله ګر په دنیا چې میرخان هسې عرض کا حال د ظلم هغه شپه مات سو توره ډال د ظلم میرخان په خوب ولید صدیق اکبر چې ورسره حضرت فاروق و عمر وې: سپین ږیرې نور څه غم مه کوه قوم دې خلاص سو کورټ ماتم مه کوه ولاړ سه خپل قوم ته دا زېری کړه زر چې د ظالم سو کم نقصان او ضرر پښتون به خدای که له ظالمه ازاد نه به سي ننګه او ناموس یې برباد خدای به دا قوم کا په رحم ودان نوم به یې وینه مجاهد پر جهان تل به د خدای په بندګي کې وي لوړ څوک به یې نه کا سر په ټيټه ورځوړ کلمه د خدای به وي جاري په افواه ورکوي دوی به په دې لاره کې ساه څو یې طره وي د اسلام په پګړۍ نه به سي ورک نوم د دې قوم له نړۍ دا زېری واورېدل میرویس خان په منام خوښ سو د هغو په سپېڅلي کلام بیا یې پیدا کړل علما د حرم متفي، قاضي او هم پېشوا د حرم حال یې د ظلم د ګرګین کا بیان فتوا یې وغوښته له دویه میرخان ټول علماء د دین فتوا یې وکړه هسې تحریر، هسې انشاء یې وکړه چې د ظالم د ظلم رفع روا په تېر چې وي دي له اسلام سوا حاجي میرخان راغی وطن ته بل کال قوم یې ولیدئ په ظلم پایمال په تدبیر کښېوت چې ناموس وساتي ننګه د قوم کا په ټینګنه خوندي مشران یې ولیدل د قوم په سلا و دوی تې ووې د حرم ماجرا ګرګین خبر سو چې میرخان څه کوي؟ ویې کتله چې افغان څه کوي ظلم یې ډېر کا پر خوارانو د قوم ځان یې کا ګرګ د غم خوارانو د قوم مشران یې راوستل په حبس و په بند منافقین یې کړل په قوم سربلند حاجي میرخان وکا تدبیر مصلحت پښتانه ټول سول په ناموس او په پت ټولو قران وکا چې ځان کا خوندي له جور و ظلمه د ظالم ارمني سیدال ناصر او بابوجان و بابی بل بادرخان و د بادرو لمسی میاجي هم راغی، د میرخان په کمک یوسف راټول کړله د سیوری هوتک عزیز نورزی د دلارام پهلوان ګل خان بابړ و بل نور بړېڅ خان راغی نصرو الکوزی د جلدک کا یې ځوانانو د لښکرو کومک بل یحیی خان و بل یې زوی محمدخان ټول سره یو سول چې کړي مړ ګرګین خان یونس کاکړ و کا یرغل به ګرګین پښتنو جوړ پر ګرجیانو ناورین ګرګین یې مړ کا ټول ګرجي سو کشتار قوم کا خلاص له ظلم و جوره غفار کندهار ونیو حاجي میر په همت قوم یې ټول کا ورتې کړ نصیحت: چې ظالم ومړ اوس خو موږ سوو ازاد خالق دې نه کا پښتون قوم برباد پاچا ظالم دی موږ بې لوټ کا لښکر ښايي چې وساتو ځانونه له شر اصفهان ډک و، له لښکرو د شاه سبا به راسي په زرګونو سپاه نه به پښتون پرېږدي پر مخ د جهان ورک به کا نوم، ننګه، نښان د افغان دښمن قوي دی راسئ کئ اتفاق ځان مو چمتو کئ لیرې کاندئ نفاق په کندهار کې یې راټول کړل خانان ټول د قوم اختیارداره مشران هر قوم ورکړله ځوانان توریالي ټول و غښتلي ننګیالي، جنګیالي شل زره جمع سول په منځ کې د ښار ګرده ولاړ و د میرخان په ګفتار میرخان انصاف کاو سپين ږیری مشر قوم یې ونه لکه زوی او کشر چې داسې کار وکا حاجي ګړندي د پښتنو ناموس یې وکا خوندي کال و یوسلنونس او زر په شمار خلاص سو له ظلمه د ګرګین کندهار د ظلم پای دی هسې وران عالمه نه دی په ظلم څوک ودان عالمه د ظلم اور چې بل سي سوځي جهان پکې کباب سي ستمګر ظالمان ظالم جفا کوي پر ځان نه په بل ویني هر څوک سزا د خپل بد علم