بابوجان بابی
د کرم خان بابي زوی دی چې په اتغر کې اوسېده، کله چې حاجي میرخان علیین مکان په کندهار کې د ظالمانو لښکر مات کړ او ګرګین خان یې وواژه، بابوجان بابی له کلاته ډېر غښتلي راوستل، له ماشوره یې د کندهار ښار حصار ونیو او هغه وخت چې یې ګرګین خان مړ کړ، نو یې په کلات کې د حاجي میرخان له خوا حکومت کاوه. محمد کاتب الحروف وايي: په ۱۱۳۴ هجري سنه کې چې پاچا (شاه محمود هوتک) په اصفهان برید کاوه نو بابوجان بابی له ۳۰۰۰ ځوانانو سره یوځای ورغی. په جنګونو کې بابوجان بابي پوره مېړانه وښودله. بابوجان د میاجي مرید او شاګرد و. په ۱۱۲۹ هجري کې یې هغه مثنوي د (شها او ګلان) قصه نظم کړه چې پښتانه یې په مجلسونو کې نقل کوی. دا کتاب (قصص العاشقین) نومیږي، چې ښه شعرونه لءي او د عشق توصیف پکې کوی. مثنوی عشق عشق یو هسې توریالی دی چې پر هر ځای یې بری دی د عشق اور هسې سوزان دی چې سو ځلې یې جهان دی زړه بې عشقه کله زړه دی چې بې عشقه زړه د مړه دی نه دی عشق په یوه رنګ کله صلح، ګهې جنګ پښتانه کاندي متل: چې دی خوږ تر شات، عسل چې بې عشقه سر کدو دی تش بې مغزه یو لاړو دی زړه بې عشقه په کار نه دی هم هر زړه سزاوار نه دی چې د عشق وکا خبرې کړي په غوږ دا مرغلرې د پاکانو عشق سزا دی امانت دا، د مولا دی