الله یار افریدی
عبدالعزیز کاکړ روایت کا چې: دا شاعر په بوری کې اوسي، اوس د څلوېښتو کالو په عمر دی، د شعر دېوان لري، کلام یې لکه عسل داسې شیرین دی. ما ته یې عبدالعزیز کاکړ دغه غزل را کړ، چې په دې کتاب کې ثبت شي: غزل چې ستا په غم کې بندیوان یم رابهر به نشم د بېلتون اوښې تویومه بې پرهر به نشم رب دې لتاړ د عشق په غم کړه چې زما حال ووینې شنډه بې بره ونه عشق دی هیڅ په بر به نشم په در دې پروت یم د ګدا په څېر، نظر نه کوې که مرمه هم بې نیازه یاره ستا نظر به نشم اور دې د مینې راته بل کا سېزې وریت دې کړمه ستا د وصال په اوبو سوړ، سوی ځیګر به نشم که جفا کاندې که وفا پروت دې و ور ته یمه ستا له دلباره به مخ نکړم، په بل ور به نشم الله یار ولاړ دی په دلبار، نظر دې غواړي لیلی که مې هر څو رټې شړې، زه پرحذر به نشم