...

ملا پیر محمد میاجي

ملا پیرمحمد هوتک د ملا سرور مغفور زوی دې ملا سرور له میا فقیرالله صاحب څخه استفاضه کړې ده او ملا پیرمحمد له خپل پلاره فیض وموند. له علیین مکان حاجي میرخان (میرویس نیکه) سره په جنګونو کې ملګری و، چې شاه محمود هوتک اصفهان ته لاړ، ملا پیرمحمد یې هم هلته وغوښت. چې هلته خلک د خدای شریعت او د امام اعظم صاحب مذهب ته رابولي. نقل کا چې: میاجي صاحب له روافضو سره مباحثې کوي او په دلایلو یې ملامتوي. د اصفهان علماء روم یې عزت کوي او پیر افغان لقب یې ورکړی دی. میاجي صاحب په علم اخلاق کې یو کتاب لیکلی چې (افضل الطرایق) نومیږي. یو بل کتاب هم لري چې د (القرایض فی رد الروافض) نومیږی. په افضل الطرایق کې یې دا حکایت کښلی دی: حکایت شیخ متي چې خلیلي و دی له اره لوی ولي و یوه ورځ روان پر لار و لوی څښتن په استقغار و کړ ده ذکر د غفار یو شېبه نه و اوزګار پر دې لار وې تیږې ګټې لارې مخکې وې په پټې ډېرې شپې راغی رویدار چې یې صافه کړله لار یو دهقان به ابیاري کړه شپه په شپه به یې خواري کړه ده به لید په توره شپه شیخ متي په زیار اخته له راحته به بیزار و ټوله شپه به هم بیدار و یوه شپه راتېر ملیار سو شیخ مختي ته په ګفتار سو اې د خدای رویداره څه کړې؟ دومره زور زحمت پر څه کړې؟ ته بادار یې د ولیانو ته قدوه د صالحانو ستا د در خاورې سره زر دي د هر چا کحل البصر دي په شپو شپو یې ته بې خواب په زحمت په اضطراب پاکوې د لارې ګټې په دې خاورو څه دي ګټې داسې ووې شیخ متي د مولا په عشق پتي چې خدمت د خلق الله یو ګړۍ په یوه ساه تر هر څه بهتر دی وروره! زده کړه دا خبره ګوره!