...

ملا محمدصدیق پوپلزی

ملا محمدصدیق پوپلزی د یارمحمد پوپلزي زوی دی، چې په ارغسان کې اوسېده. د پټې خزانې لیکوال لیکي چې: هغه د دې زمانې ځوان شاعر دی، په عمر درویشت کلن دی، له ملا محمدنور بړېڅ یې صرف و نحو ویلي دي، په فقه او منطق هم پوهیږي. کله چې کندهار ته راشي کات الحروف یې ویني او مجلس ورسره کوي. عشقي ځوان دی او زړه یې له لاسه ایستلی. په خپل محبوب پسې ژاړي، زاري کوي، دردمن زړه لري او له اوښکو ډکې سترګې لري. مینې په اور داسې سوی چې له کور کلي ورک وي او سوزناکې بدلې لولي. کله چې د دردمنو په ډله کې کیني نو مجلس ژړوي او غمجن زړونه په خپلو نارو غلبلو سوځوي. زمانه د ده په ځوانۍ افسوسونه کوي او عشق یې جنون ته رسېدلی دی. یوه ورځ د کاتب الحروف په کور کې و او ما یې د حال پوښتنه کوله، د زړه په خواله کښېوت، ژړل یې او دا بدله یې في البدیهه وویله: بدله لکه بلبل چې بې له ګله بل ارمان نلري هسې بې یاره بله هیله عاشقان نلري *** چې ژړا کاندم بې له یاره بل مطلب نلرم چې هسې سور یمه په وینو بل سبب نلرم بې یاره نور څه نه غواړمه نور مطلب نلرم چې څوک مین سي بې له یاره بل ارمان نلري *** تر تا چې ځان قربانومه اې نیازمنه یاره تل دې غمونه ګلومه اې نیازمنه یاره له سترګو اوښې تویومه اې نیازمنه یاره زړه مې بې تا په یو ساعت دمه او توان نلري *** که ته مې وژنې، که پرېږدې، اختیا خو تا لره دی غم دې پیدا نه دی بل چا لره خاصر ما لره دی زړه له راغلی دی مېلمه سبا بېګا لره دی د زړه له کوره څخه تګ په هیڅ هيڅ شان نلري