محمدګل مسعود
رحمت هوتک وایي: د پېښور د سفر په دوران کې مې له محمدګل سره ولیدل چې د محمد داؤد زوی او په قوم باندې مسعود و. هغه پوخ شاعر و او هر کله به یې بدلې ویلې. یوه بدله یې دا ده، چې پټې خزانې رانقل کړې ده: بدله چې مې جانان په نیمه شپه کې بېل شو اور راباندې بل شو چې را نه لاړې، نو دې غم له ما نه مل شو اور راباندې بل شو *** ښکلې لیلی له ما نه لاړه، زه نسکور یمه سوی په اور یمه د بېلتانه سور اړ کې ورک مرض مې جل شو اور راباندې بل شو *** رب دې ښایست درپورې اور کي زه دې سکور کړمه وریت دې په اور کړمه دا سپی رقیب به مې ستا په ور د مینې غل شو اور راباندې بل شو *** راشه د خدای دپاره غور کړه محمدګل ژاړي تا ته تل تل ژاړي دا ستا د عشق په واویلا کې لکه نل شو اور راباندې بل شو