دوست محمد کاکړ
دوست محمد خان د بابړ خان زوی و چې د کاکړ بابا د زیارت لپاره په ۹۱۲ هجري کال هرات ته لاړ او بیا ږوب ته راغی. په ۹۲۹ هجري کې یې (غرغښت نامه) کتاب ولیکه. د پټې خزانې لیکوال کښلي: دا کتاب چې ما ولیدئ، شیرین بیتونه په مثنوي لري او د غرغښت بابا قدس الله الکریم حکایات دي، چې له رښتینو خلکو یې روایات راجمع کړي دی. دغه کتاب زما پلار په توبه کې میندلی و او زموږ کهول کې مو کوچنیو او ژڼیو په سبق لوست. دوست محمد په خبل کتاب کې کښلي، چې: زما پلار بابړ خان هم یو کتاب په شعر کښلی و، چې نوم یې و: (تذکره غرغښت). هغه وخت چې بابړ خان وفات سو، زه په کور نه وم نو کتاب ورک سوی و او چا ضایع کړی. چې زه راغلم د خپل په ماتم هسې ویرجن نسوم، لکه چه کتاب ورک و. ما هغه کتاب په وارو واروو ویلی او هم مې یو څه له هغو څخه په یاد وې، نو پر خدای مې توکل وکا او هغه قصې او روایات مې بیا په شعر وویل. حکایت له غرغښت نامې څخه له نیکانو روایت دی هسې توګه حکایت دی نورمحمد کاکړ راوي دی چه یې فیض تل جاري دی د نیکونو له خولې وايي چه منښت یې راته ښایي