زرغون خان نورزی
پټې خزانې د دوست محمد کاکړ له کتاب (غرغښت نامه) نقلوي چې: زرغون خان د نوزاد نورزی و، چې په ۸۹۱ هجري کې هرات ته لاړ. بیا یې د عراق او خراسان سفر وکړ. زرغون د اوزبکو په جنګونو کې ښه مېړانه وښوده. دا چې شیباني خان سیستان ته ورسېده نو زرغون خان ورسره وجنګېده او د اوزبکو ډېر جنګیالي یې ووژل. پټه خزانه د دوست محمد کاکړ د نقل پر اساس لیکي: په ۹۱۲ هجري کې زه هراته ته لاړم او هلته مې په کجران کې د ملا ایوب تیمني څخه د زرغون خان د غزلو او شعرونو دیوان ولیده، چې د ورقو شمېر یې ۳۰۰ ته رسېده. زرغون د عمر په اخیره کې ډېر ضعیف و او په ۹۲۱ هجري کال دیراوت کې وفات شو. د شعر بېلګه یې دوست محمد کاکړ په غرغښت نامه کې د مثنوی ساقي نامه په نوم نقل کړې: ساقي پاڅه پیاله راکړه مرور یار مې پخلا کړه اوبه تویې په لنبو کړه اور مې مړ په دې اوبو کړه پسرلی سو غنچه ګل کا زلفې تاوې د سنبل کا بلبلان شور و فغان کا کړېدن په ګلستان کا زاهد وزي صومعې څخه شراب پېري میخانې څخه هر سړی په میو مست دی دې بهار کې ګلپرست دی په راغو کې سرې لنبې دي د غټولو نندارې دي جهان ټول سور او زرغون شو وچ راغه ښکلی ګلګون شو سړي ټول شور و شغب کا یارانې کاندي طلب کا بهار وقت د یارانې دی ښه موسم د پیمانې دی نو ساقي پاڅه بهار دی نن ژوندون سبا رفتار دی دنیا پاته موږ به ځونه تورو خاورو کې به یونه پیمانه ډکه له می کړه بزم تود په پیاپی کړه چه یو دم سمه ازاد ناښاد زړه مې سینه ښاد ساقي پاڅه وخت د ګل دی په جوشش کې خم د مل دی وخت د میو د وېشو دی د پیالو د ډکېدو دی هغه څوک اوس د پېغور دی چه یې جام تش و نسکور دی مستان ګرځي په باغو کې مستي کاندي په راغو کې لاس په لاس دي یارانې کا یو په بل ناز و نخرې کا مجنون وصل له لیلا دی د جمال په تماشا دی نه غمجن سته نه بېلتون سته نه مهجور نه ځګرخون سته تر تا وګرزمه راسه ساقي یو ګړۍ پخلا سه ما ته جام د ربل و لور را چه یو تش سي ډک یې نور را اور مې بل د زړه په کور کړه له هر چا هر څه یې تور کړه چه بل څه نه وي الفت وي ټوله مهر و محبت وي ټول اخلاص وي او صفا وي تیاره ورکه سي رڼا وي له زړه کم غش او دغل سي جهان ټوله ګل او مل سي ساقي ستا مهر مطلوب دی نو بهار ځکه مرغوب دی که ستا لور، پېرزو نه وي نو بهار به په څه ښه وي؟ خوند به نکا رنګ د ګلو بې مستیو بې له ملو نه به بزم په شور تود سي نه نغمې نه به سرود سي جام به تش د ارزو سي ورک به مهر او پېرزو سي نو ساقي پاڅه بهار دی بزم تا له امیدوار دی یاران ناست سترګې څلور دي ستا د جام په امید نور دي ته هم راسه عنایت کړه بزم تود د محبت کړه له سرو ملو څخه ډک جام کړه د یارانو یې انعام کړه چه سوړ بزم په می تود سي د رندانو غوږو سرود سي د جهان ویرو و غم هېر کا یو دم ښه په عشرت تېر کا چه په مخ کې مو بېلتون دی له جهانه سبا یون دی