خوشحال خان خټک
د پښتو ژبې ستر شاعر، ليکوال او ملي اتل خوشال خان خټک په داسې اکر (حالت) کې نړۍ ته سترگې وغړولې چې نورالدین جهانگیر د هند پر نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود، یانې په ۱۰۲۲ سپوږميز کال کې زېږېدلى دی. د خوشال خان د پلار نوم شهباز خان، د نیکه نوم یحی خان او د غورنیکه نوم یې ملک اکوړه وو. د هغه د زېږېدنې کال د هغه له دغه شعره ښه معلومېږي: د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و چې زه راغـلـم پـه جـهـان زه خوشحال د شهباز خان یم چې تـورزن یم کـان په کـان شهبـاز خان د یحی خــــان و چې بـل نه و هســــې ځـوان یـحــی خـان د اکــــــوړی و چـې په تـوره و سلـــــطان ماشومتوب خوشال خان خټک د کوچنیوالي په دوره کې هم ډېرې ستونزې گاللې دي. په ۶ کلنۍ کې په سيند کې لوېدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی دی. په ۸ کلنۍ کې له څپري نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو، خو د هغه ټپ نه هم جوړ شو. هغه په ۲۰ کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی او لومړنى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی، لکه چې وایې: په شل کاله دیگ زما د شعر په اور بار شو په دا دور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي خوشال خان د ۱۸ کالو وو چې پلار یې ورته واده وکړ، خو هغه له دغه واده خوښ نه وو. هغه د خان په کورنۍ کې زېږېدلی او روزل شوی وو. د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتې وه، هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د هند مغولي پاچا وغوښتل، چې له نوښاره تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړي، نو هغه وو چې خلکو ملک اکوړه وروښود. ملک اکوړه له خپلو خپلوانو سره د خپگان له لامله له هغه ځایه، یانې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته تللی وو. نو هغه وو چې اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې هغه ته وسپارله. دا چې ملک اکورړه یو ښه سړی وو، نو د اکبر پاچا پام يې ځان ته رااړولی او پر هغه یې ډېره مهربانې وکړه. اکوړه هم ژمنه وکړه چې هغه او ټبر (قبیله) به یې پاچا ته ژمن وي. د دغې لارې مخصول به هم ملک اکوړه اخیست. هغه په دغه ځای کې یو سرای اباد کړ چې د اکوړې سرای په نامه یادېږي. د ملک اکوړه دغه سرداري تر خوشال خانه پورې راورسیده. خوشال هم دغه پښتون چاپیریال اتل روزلی وو، چې په شعر او نثر کې یې د پښتونولۍ ولولې پرتې دي. خوشال خان د وخت مروج علوم په جوماتونو او مدرسو کې ولوستل، خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود، چې ډېر څه زده کړي، خو هغه وایې چې زه ښکار ډېر درس ته نه پریښووم: د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و که اخته نه وایې د ښکار په اشتغال یا : خدایه ته چې رړه کې اچـــوې دا مینې چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې د خوشال له کلیاتو هم مالومیږي، چې هغه د خپل وخت مروج علوم لکه: تفسیر، فقه، حديث،فلسفه، طبابت، منطق، حکمت، معانی، عروض، بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهېده او لیکل یې پرې کولای شول. خوشال په پارسي ژبه کې هم ښه شعرونه لري. دغه ستر، ملي اتل او د پښتو ژبې بابا په ۱۱۰۰ سپوږميز کال کې له فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږې ته وسپارل شو. د خوشال خان نښيرونه ستر خوشال بابا د خپل ژوند په اوږدو کې یانې په ۷۸ کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښوول، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کېږي او د هغه له نښيرونو به کار اخيستل کېږي. د هغه د نښيرونو په اړه ځنې پوهان وایې چې شمېر يې ۲۰۰ ته رسېږي، خو یو نامتو ختیځپوه مسټر راورټي د هغه د اثارو شمېر تر ۲۵۰ زیات ښوولی دی. خوشال نه یوازې په پښتو ژبه کې شعر ویلی، بلکې په پاړسي ژبه هم ښه پوهېده او په دې ژبه کې یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي. د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود. موږ مخکې وویل چې د هغه اثار نږدې تر ۲۰۰ پورې رسېږي چې مشهور یې دادي: ۱- کلیات، چې نږدې ۴۰ زره بیتونه لري. ۲- فضل نامه، یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي دي. ۳- بازنامه، د ښکار په اړه بحث کوي. ۴- صحت البدن، یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي. ۵- اخلاق نامه . ۶- سوات نامه، یو منظم اثر دی چې د سوات په اړه مالومات او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده. ۷- دستارنامه، د دستار او لونگۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي. ۸- فرخ نامه، د تورې او قلم بحث دی. ۹- فراقنامه، د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي. ۱۰- اینه، د فقهې کتاب دی. ۱۱- بیاض، د نثر کتاب دی. ۱۲- زنځیری، د ليکدود په اړه دی. ۱۳- تفسیر سوره یوسف. ۱۴- د پښتنو تاریخ، یو ورک اثر دی. ۱۵- د خوشال رباعیات. ۱۶- عیار دانش، له فارسي ژبې ژباړه ده. ۱۷- هدایه، له عربي ژبې ژباړل شوی دی. دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي، خو په سلگونو نور اثار یې ورک شوي دي. د خوشال د اشعارو سبک د پښتو ادبياتو په تاريخ کې که څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيگڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډگر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي : د خوشال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه پس له مرگه به یې یـــــاد کا ډیر عالم رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيگڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی . د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينه ، محبت او عشق ځنې څر گنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نه لرو نو دی حق لري چې ووايي: ما خوشحال چې په پښتو شعر بیــان کړ دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنگيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي . دده کلام جنگي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر گنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د خوشال خان سبک بزمې او رزمې دي د گټو اساس هم توره او ميړانه گڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي : کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمیر میړني دي چې یاد یږی په سندرو یا په ویر بل ځای د تورې او توریالیتوب په هکله داسې وایي : چې څر گنده سربازي کا نــــدې د تورو زه خوشحال خټک تر هسې هنــر جــــار شم د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرگنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاگردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښکلا او ډير شهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک گڼل کيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په گاڼه ښکلي دي. د سبک خواص يې د ده سبک پښتو شعر ډیر پراخه کړو ، پر غزل سربېره ، قصیده ، مثنوی چې د خوشال تر مخه ویل شوی او ده نور ټول د عربي او فارسي د شعر اقسام په پښتو وویل . د ده په سبک کې هر ډول صوفیانه ، اخلاقی ، فلسفی ، فکاهی ، مضامین مدخله او اجتماعي خبرې شته . په دې سبک کې د پښتو ، پښتونولۍ ، د پښتني اخلاقو او ملي ولولو روزنه هم شته . د خوشال په سبک کې اوږدې بوللې ( قصیدې ) پر یوه موضوع ، چې شاعر غوره کړې وي ، هم شته . په دی سبک کې بدیعی صنایع تر دا زمان گد شول ، خو په هغه اندازه نه لکه حمید بابا چې پکې راوړی دی. حماسی احساسات پخپله خوشال په دی سبک کې راوړل . هجوه او غندنه هم پکې لیدل کیږی چې مخصوصا مغلبانو ډیره هجوه او غندنه یې کړی ده او په اشعاروکې يې نوې کليمه راوړه چې هغه مغولواله ده . د خوشال د مکتب په اشعاروکې ډیر حکیم او نصایح او فلسفي مطالب شته چې د ژوندون نری نری اسرار او حقایق پکې ویل شوي دي . دادبي قیمت له پلوه دا سبک تر ټولو جامع او ښه دی ، هم یې زمان خوا قوی او هم یې شعری خوا بده نه ده . په تخیل کې هم دا سبک ډیر ښه او په زړه پورې دی ، خورا لوړ او له نزاکته ډک شاعرانه تخیلات پکې شته. دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادگۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له (بیاض او دستار نامې ) نه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده . د خوشال د سبک پيروان خوشال حټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیاتو کې د روښانه او هر اړ خیزه ایجادیاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده . هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، که څه هم ځینو دیوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډگر ته نه دي راوتلي . دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو : د خوشال خټک پیروي نه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې گڼل کیږی . پښتانه لیکوال او نور څېړونکي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي . ۱- اشرف خان هجری ۲- عبدالقادر خان خټک ۳- سکندر خان خټک ۴- صدر خان خټک ۵- کامگار خان خټک ۶- دوست محمد خان خټک ۷- علي خان خټک ۸- عابد خان خټک ۹- افضل خان خټک ۱۰- اکبر خان خټک ۱۱- جمیل خان خټک ۱۲- حلیمه خټکه ۱۳- خوشال شهید ۱۴- گوهر خان خټک ۱۵- غلام محمد ۱۶- توتیا خټکه ۱۷- سعدالله خټک ۱۸- معاذالدين خټک ۱۹- نواز خان ۲۰- یحی اخونزاده ۲۱- خواجه محمد بنکښ ۲۲- عاصم و فتح علی ۲۳- ابوالقاسم عثمان د شعر بېلګه غزل په کاته کاته مې سترګې په خاته شي چې خبر دې د راتلو راباندې وشي ته خو اوس له ما نه لاړې، مرور شوې دا زما ياري دې هم ګوندې په زړه شي ګوره تا راباندې کومې کوډې وکړې که په پښو درځنې درومم، زړه مې نه شي چې ديدن د ميين وکړمه تازه شم لکه کښت چې په باران سره اوبه شي د ښه يار بېلتون د ستوني پرېکول دي په يرغ به ستونی چېرې پرېکاوه شي په ارمان د هغه وخت يم درېغه درېغه! که د زنې سېب يې بيا زما په خوله شي د خپل يار د جداييه هسې کار دی لکه ساه چې له وجوده په واته شي بخته! هومره مدد بيا راسره وکړه چې په غېږ کې مې بيا تللی يار اوده شي د خوشال سلام په واړو ښو يارانو ګوندې بيا مې په ليدو سره زړه ښه شي رباعي چې حرصناک وي یا ترسنده وي یاري له واړو سره ګنده وی دا به دې پرېږدي په تنګسه بلاته بتر تر دا نه، شکم بنده وي *** هوښیار په مینه په ورمو زیاته کا ورمونه وایم، که څوک مخ راته کا محتاج د نورو نورو نغریو شي سړی چې خپله کټوه ماته کا