...

سلطان بهلول لودي

ملک بهلول د ملک کالا زوی و. په هندوستان یې د سلطنت لوا هسکه کړه، چې بیا اوږده موده لودي سلطنت پرې سلطنت کاوه. ملک بهلول په سرهند د اسلامخان تر وفات راهیسې استقلال وموند او تر جنګونو وروسته یې په دهلي کې هم خپله سکه ووهله. پاني پت، لاهور، هانسي، حصار او ناګور یې د ملتان تر څنډو پورې ونیول او د هندوانو د راجاګانو سره یې سخت جنګونه وکړل. سلطان په هندوستان باندې ۳۸ کاله سلطنت وکړ. دی ډېر عادل او عالم پاچا و چې په ۸۹۴ هجري کال وفات شو. لکه چې وايي: به هشت صدو نودو چهار رفت از عالم خدیو ملک ستان و جهانکشا بهلول د سلطان بهلول په جلالي قصبه کې د تبې له امله وفات شو. محمد رسول کلاتوال هوتک په خپل بیاض کې لیکلي چې: هندوستان کې د برسات موسم کې خلیل خان نیازي دا رباعي ولیکله او د سلطان بهلول لودي په مخ کې یې وویله: خړې وریځې ژاړي له پاسه کویله ږغ کا بېلتون له لاسه په هغه لوني ګوهر په خول ستا دا مرحبا کا ستا زموږ مواسه سلطان بهلول رحمة الله علیه چې دا رباعي واورېده، سمدستې یې ځواب کې دا رباعي وویله: ملک به زرغون کړم په ورکړه راسه ګوره وریځې د داد له پاسه خول مې د عدل په درو روڼ دی جهان به زېب مومي زما له لاسه