شیخ عیسی مشواڼی
خواجه نعمت الله هروي نورزی په مخزن افغاني کې چې د جهانګیر پاچا په وخت یې کښلی و، شیخ عیسی په قوم مشواڼی بللی. هغه په دامله کې اوسېده او د شیرشاه سوري په دوران کې ژوندی و. پټه خزانه لیکي: شیرشا ته خلکو وویل چې عیسی شراب خوري کوي. شیرشاه خلک وګمارل چې لاړ شي او د شیخ شراب وویني. چې راغلل شیخ په خپل کور کې ناست، صراحي او پیاله ورته پراته وو او شراب یې څښل. د پاچا سړي ورته وویل: اې شېخه! په دې پیاله کې څه خورې؟ شیخ وویل: راشه! ته یې هم وخوره. سړي چې صراحي کږه کړه، په پایله کې شیدې راتوی شوې. نو لاړ او پاچا ته یې حقیقت ووایه. مخزن کاږي: چې شیخ عیسی لوی ولي و او د خدای په توحید کې یې پښتو، فارسي او هندي ژبو کې ښه شعرونه ویل. یو یې دا دی: پخپله کار کړې پخپل انکار کړې کله بادار یم، کله مې خوار کړې ته خو قادر یې په صفتونو کله مې نور کړې، کله مې نار کړې عیسی حیران دی په دې شیونو کله مې یار کړې، کله اغیار کړې