شیخ بستان بړېڅ
شیخ بستان د محمد اکرم زوی او په قوم بړېڅ و. په ښوراوک کې يې کور و. پلار یې له هغه ځایه هلمند ته راغی او یوه کوډله کې اوسېده. عابد انسان و او زوی یې هم ترې ډېر فیض واخیسته. شیخ بستان په ځواني کې هندوستان ته لاړ او ښار په ښار وګرځېده. چې وطن ته راوګرځېده، نو په ۹۹۸ هجري کې یې (بستان الاولیاء) کتاب ولیکه، چې د ډېرو پښتنو اولیاء حالونه او کرامتونه یې پکې کښلي و، له خپلو او نورو شاعرانو یې ګڼ اشعار هم پکې رانقل کړي و. د شعر بېلګه: اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان یو وار نظر که پر ما راسه ګذر که پر ما *** د مینې اور دې زما زړګی وریت په انګار کینا ښې تار و نار کينا خود به ویلېږم چه مې زړه پر تا مفتون کینا ځان مې زبون کینا اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان یو وار نظر که پر ما راسه ګذر که پر ما *** وکه نظر زما پر حال چه پروت رنځور یمه تل په ویر ناسور یمه تل له زړه مې څاڅی وینې سور په وینو خپل یمه تل په اور جلبل یمه تل اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان یو وار نظر که پر ما راسه ګذر که پر ما *** له درده سوزه تل نارې او غلبلې وهمه کرږې سورې وهمه د خپل عزت په روی بستان ته کړه د مهر ښندل کړې له ګناهه ګواښل اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان یو وار نظر که پر ما راسه ګذر که پر ما